IQNA

 په جنوبی آسپانیا کې د مسلمانې ټولنې آبادي زیاته شوې ده

15:07 - June 03, 2024
د خبر لمبر: 3489316
ایکنا – د اسپانیا په جنوب کې په یوه ښار کې د مسلمانانو د ټولنې دآبادۍ زیاتیدا دغې سیمې ته د اسلام د بیرته ستنیدا په عنوان سره د یوې ورخپاڼې له خوا توجه شوې ده.

ایکنانیوز د ناظور سیتي ویبپاڼې له قوله راپور راکړ، europasur ورځپانې په یوه مطلب کې د ؛ الخسیراس د خدای لره دی؛اسلام پًه قدرت سره بیرته جنوبی اروپا ته ستون شوی دی؛ په عنوان سره  د اسپانیا په جنوب کې په الخسیراس ښار کې د مسلمانانو د نفوسو د زیاتیدا موضوع باندې شننې کړي دي.

ددغې ورځپاڼې په راپور کې راغلي دي دغه ښار چې  د  جنوبی اسپانیا په منتهی الیه کې واقع دی ، په وروستیو لسیزو کې له مراکشه د هغو مهاجرانو د څپې شاهد ؤ چې د مسلمانانو د  یوې ګڼې ګوڼې ټولنې د رامینځةکیدا سبب شوې ده.

ددغې ورځپاڼې په  راپور کې وئيل شوي دي ، چې دغه ښار د پيړیو پيړیو لپاره له مسلمانانو پرته باقي پاتې شو ، یعنی له هغه مهاله چې مسلمانان له دې په څوارلسمې میلادي پیړۍ کې ووتل ،تر دې چې د شلمې پيړۍ په وروستیو کې د مراکشيانو مهاجرت  پکې زیات شو. په ۲۰۰۵کال کې په سلګونو مراکشیان سره د خپلو کورنیو الخسیراس ته ورسیدل او مختلف اجتماعی او کلتوري جوړښتونه ئې راوپنځول. ډير زر لومړنی جومات افتتاح شو  او د حلالو شیانو دکانونه او ریستورانونه هم فعال شول.

 

ددغه راپور په اساس اوس د الخسیراس مسلمانانو شمیر لس فیصدي نفوس جوړوي. دوی یوه ډيره کلتوری مرکزونو لرونکي  او دینی مدرسو او جوماتونو  لرونکي او جوش او ولوله لرونکي یوه ټولنه لري.

دغې ورځپانې په خپل راپور کې وئيلي دي، چې په الخسیراس کې  مسلمانانو ټولنه له یو لړ چیلنجونو سره مخ ده، ځکه له هغوي ډیری  له بې وځلۍ او بیروزګارۍ کړیږي  او د ځينو ځای اوسیدونکو له خوا له توپير سره مخ دي.

 په عین  حال کې  په دغه راپور کې روښانه شوې ده چې   دغو اندیښنو ته په پام سره ، په الخسیراس کې د اسلام راتلونکی روښانه بریښی. په اسپانیا کې د مسلمانانو ټولنه د پراختیا او ودې په حال کې ده  او د اسپانیا په تولنې کې لازیات نفوذ لري.

افزایش جمعیت جامعه مسلمانان در جنوب اسپانیا

افزایش جمعیت جامعه مسلمانان در جنوب اسپانیا

افزایش جمعیت جامعه مسلمانان در جنوب اسپانیا

 https://iqna.ir/fa/news/4219735

captcha